کورپاڼه / روغتيا / په منظم ډول سره ورزش کول د ځیګر لپاره هم ګټور وي

په منظم ډول سره ورزش کول د ځیګر لپاره هم ګټور وي

د سوکوبا د پوهنتون ساینسپوهان وایي که چېرته په منظم ډول سره ورزش ترسره او وزن کم کړی شي، نو کولی شي چې د ځیګر (نن الکولیک فیټي لیو) یعنې د ځیګر د غیر الکولیکو غوړو ناروغي کمه کړي.

ویل کېږي چې د نړۍ څلورمه برخه نفوس د ځیګر د غیر الکولیکو غوړو په ناروغي اخته دي، که څه هم دغه ناروغي یوه عامه ناروغي بریښي، خو که چېرته دوام وکړي د ځیګر نورې ناروغۍ هم رامنځته کولی شي حتی تر دې چې له کاره یې غورځولی هم شي، چې ورزش یې ددغه کیفیت په ختمولو کې مهم رول لوبوي.

یوازې په جاپان کې د منځني عمر لرونکي یو څلویښت سلنه خلک له دې ناروغۍ څخه رنځېږي، نو ځکه خو د سوکوبا پوهنتون ساینسپوه جیونیکي شودا په دې ناروغۍ اخته کسانو ته غذایي رژیم برابر کړ او ورزش یې پرې ترسره کړو.

وروسته له څېړنې معلومه شوه چې یو لوري ته د بدن عضلې پیاوړې شوې او تر ډېره حده یې وازده اوبه شوه، اوه سلنه د ځیګر په سختوالي کې کموالی راغی او د ځیګر فایبروسیس هم شپاړس سلنه کم شول.

دغه راز د ورزش په مرسته د ځیګر ګټور کیمیاوي مواد ډېر شول او هغه حجرې چې ځیګر فعال ساتي هم اضافه شوې. خو څېړونکي لارښوونه کوي چې د ډېرو ګټو د ترلاسه کولو لپاره باید سخت یا د منځني شدت ورزش ترسره شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …