کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې ویراټ کوهلي نه مخکې شو او لومړی مقام يې خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د توپوهونکو درجه بندي اعلان کړه، چې بابر اعظم پکې له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام يې خپل کړی دی.


بابر اعظم ۸۶۵ نومرې لري او ویراټ کوهلي بیا ۸۵۷ نومرې لري، له دې مخکې ویراټ کوهلي لومړی مقام لرو، چې اوس په دویم مقام کې شو.

همدا راز د پاکستان پیلیز توپوهونکي فخر زمان هم ډېر پرمختګ کړی دی، چې پنځه مقامه پورته تللی دی او اوس په اتم مقام کې قرار لري

همدا راز روهیت شرما په دریم، راس ټیلر په څلورم، ارون فنچ په پنځم، جوني بیریسټو په شپږم او فاف ډوپلیسي په اووم مقام کې قرار لري.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …