کورپاڼه / اسلام / روژه څه شی ده، اصلي مقصد یې څه دی او ولې فرض شوې؟

روژه څه شی ده، اصلي مقصد یې څه دی او ولې فرض شوې؟

دا د روژې مبارکه میاشت رارسېدلې او د نړۍ ټول مسلمانان په دې میاشت کې روژه نیسي او ترڅنګ عبادتونه، لمونځونه او تراویح هم کوي، خو پوښتنه داده چې د روژې اصل مقصد څه شی دی؟ ولې الله تعالی د روژې د فرضیت حکم ورکوی؟ او رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه میاشت څنګه تېروله؟

روژه د الله تعالی یو لوی نعمت دی او اصل مقصد یې دادی چې خلک له الله تعالی ووېرېږي، په قران کې د روژې د فرضیت حکم ورکړی او مقصد یې هم روښانه کړی، چې روژه ځکه فرض شوې ترڅو ستاسو دننه تقوا او پرهیزګاري پیدا شي او د قران کریم له نظر تقوا دې ته وایي چې انسان خپله شپه او ورځ د الله تعالی له لوری د ټاکلو شوو اصولو له مخې ژوند وکړي او په زړه کې له دې ووېرېږي که چېرته دغه حدود او اصول مات کړي نو له الله تعالی پرته یې بل څوک ژغورونکی نشته.

روژه د عربي کلمې رمضان ته استعمالېږي او د رمضان مانا سوځونکي ده، یعنې کله چې په اسلام د لومړي ځل لپاره د روژې میاشت راغله نو ډېره سخته ګرمي وه نو ځکه یې ورته دغه نوم کېښود، خو ځینې علماء بیا وایي چې په دې میاشت کې الله تعالی پخپل خاص رحمت سره د روژه نیوونکو ګناهونه سوځوي او بخښي نو ځکه ورته رمضان وایي.

روژه د الله تعالی د خاصو رحمتونو، نعمتونو، بخښنې، مینې او محبت میاشت ده، په دې مبارکه میاشت کې باید عبادتونه او ذکر وشي، صدقي او خیرات باید ورکړل شي، دغه میاشت ځکه ځانګړې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به زباته خوښوله، له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې کله به د رجب میاشت پیل شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله، ای الله زموږ لپاره د رجب او شعبان میاشت برکت ناکه وګرځوه او د روژې په میاشت کې مو نصیب وکړې.

د روژې اصلي مقصد له زړه څخه د عفلت پردې لېرې کول او د پیدایښت اصلي مقصد ته توجه کول دي، په تېرو یوولسو میاشتو کې د کړو ګناهونه د بخښلو او په راتلوونکو یوولسو میاشتو کې د الله تعالی عظمت ته پاملرنه کول او د آخرت په ورځ په ځان کې د ځواب ویلو احساس یا جذبه پیدا کول تقوا ده.

په همدې کولی شئ چې خپل روح ته رڼا یا نور ورکړئ، برکتونه او انعامات ترلاسه کړئ، کنه نو د روژې میاشت به تېره وي او موږ به ترې ګټه نه وي اخیستي.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …