کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشت کې د خرما حیرانوونکې ګټې

د روژې په مبارکه میاشت کې د خرما حیرانوونکې ګټې

خرما یو له ډېرو پخوانیو غذایي توکو څخه ده، چې په غوره غذایي توکو کې هم شمېرل کېږي او غټ، وړوکي او زوړ ته یو ډول ګټې رسوي.

ویل کېږي چې خرما تقریباً له درې زرو څخه ډېر ډولونه لري، چې د انرژۍ د ترلاسه کولو یوه طبیعي سرچینه ګڼل کېږي او ګټې یې هم له ساینس او هم له سنتو څخه ثابتې شوې، نو ځکه خو په اسلامي هیوادونو کې دغه مېوه ډېره استعمالېږي او د روژې په مبارکه میاشت کې استعمال بېخي ډېرېږي.

ویل کېږي که چېرته خرما په پیشلمي کې وکارول شي نو ټوله ورځ به د تازه والي احساس وکړئ او طبیعت به مو ښه وي. دغه راز د پوستکي د ښکلا سبب کېږي او د ځوانکو په څېر له ستونزو مو ژغوري.

روغتیایي کارپوهان وایي چې خرما د دماغو لپاره یوه بنسټیزه غذا ګڼل کېږي چې په استعمال سره یې انساني دماغ وده کوي، دغه راز هغه کسان چې د روژې په میاشت کې له قبض څخه شکایت کوی، خرما یې غوره درمل ګڼل کېږي.

که چېرته په روژه ماتي کې خرما وخوړل شي، ستړیا ختموي او د تازه والي سبب کېږي او هغه کسان چې د وینې له کمښت سره مخ وي، خرما ورته د اوسپنې په ترلاسه کولو کې اغېزمنه تمامېږي او ترڅنګ یې د پوتاشیم او میګنیزیم په شتون سره د وینې لوړ فشار برابر ساتي.

بل لوري ته د فایبرو په شتوم سره د خرابو کلیسترولو کچه کموي، د شریانونو د ناروغيو خطر کموي، هډوکي پیاوړي کوي او د امیندوارو میرمنو لپاره غوره غذا ګڼل کېږي، دغه راز د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي او هغه کسان چې له ماښامي یا پیشلمي کې ورزش کوي د خرما استعمال ورته اړین وي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …