خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې څخه دي، چې یوولس زره، اوه سوه (۱۱۷۰۰) کاله دمخه د کنګل دورې په وروستیو کې له ورکېدو یا له منځه تللو څخه ژغورل شوي.
دغه لېوان اوسمهال د یوکون په بوریل ځنګل او ټندرا کې ژوند کوي او خوراک یې غرڅه او نور څرېدونکي حیوانات دي.
د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې ددغه لېوانو د ژغورل کېدو لوی لامل په اصل کې د دوی په خوراکي توکو یا غذا کې بدلون دی یعنې د پخوانیو آسونو پرځای یې د غرڅه او نورو حیواناتو خوراک پیل کړ.
د څېړنې لیکوال لینډري وایي چې دوی د لېوانو د هډوکو، غاښونو او د پوستکي کیمیاوي بېلګې تر څېړنې لاندې نیولي او د خوراک په اړه یې معلومات ترلاسه کړي.
نوموړی زیاتوي چې دغه کیمیاوي بېلګې کولی شي ددې حیواناتو د خوراک ترڅنګ یې د ژوند او مرګ په اړه هم ډېر معلومات ورکړي.