کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس کولی شئ چې له ځیرک موبایل څخه په آسانۍ 3D سکینر جوړ کړئ

اوس کولی شئ چې له ځیرک موبایل څخه په آسانۍ 3D سکینر جوړ کړئ

اوسمهال د ټیکنالوژۍ په مرسته داسې کوچني او ټیکنالوژیکي وسایل جوړ شوي، چې ډېرې زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي او انساني ژوند ته یې بدلون ورکړی، چې په همدې لړ کې اوس یوه داسې آله جوړه شوې، چې په یو څو دقیقو کې هر شی 3D سکین کوي.

ویل کېږي چې دغه کوچنۍ آله پر موبایل نصب کېږي او د یو شي په سکین کولو سره ترې رنګین 3D ماډل جوړوي، دغه آله چې (مایرا) نومېږي د سکین دویم ماډل دی چې ډېر ښه والی ور پکې راغلی.

خو باید ووایم چې دغه آله دومره ساده ده چې ډېر پیچلی او تفصیلي شیان هم 3D سکین کولی شي او د آیفون د (فیس اي ډي) څخه هم په ښه ډول کار کوي خو ځینې نیمګړتیاوې هم لري.

ویل کېږي چې دغه آله اوسمهال په آیفون موبایلونه کې د ګټې اخیستنې وړ ده، ځکه چې یوازې د فیس اي ډي په فیچر کې کار کوي او یو غوره 3D ایستلی یا رسمولی شي.

د مایرا سکین یوه ساده غوندې آئینه یا هینداره ده، چې په مرسته یې 3D ماډل جوړېږي، د مایرا سکین شرکت لارښوونه کوي چې په سکین کولو کې که چېرته د (اي ایم) 3D اپلیکیشن استعمال شي نو ډېرې ښې پایلې به ولري، چې په آیفون او آیپیډ کې په آسانۍ سره کار کوي.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …