د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) شپږمه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې رايل چېلنجرز بېنګلور ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
محمد نبي چې په تېره لوبه کې يې دوه ويکټې هم اخيستې وې، خو بيا هم په دويمه لوبه کې د هغه پر ځاى جېسن هولډر ته د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى.
د رايل چېلنجرز بېنګلور نوملړ: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، ديودت پاډيکال، شهباز احمد، ګلين ميکسويل، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، واشينګټن سندر، ډان کريسچين، کيلي جيميسون، هرشل پټيل، محمد سراج او يوژيندرا چاهل.
د سنرايزرز حېدراباد نوملړ: وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، منيش پانډى، جوني بيريسټو، ويجى شنکر، عبدالصمد، جېسن هولډر، راشد خان، شهباز نديم، بوينشور کمار او ټي ناټاراجن.
رايل چېلنجرز بېنګلور تراوسه پورې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٥٧ منډې کړې دي، چې ويراټ کوهلي په ٢٢ او ګلين ميکسويل په ٦ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي، همدا راز ديودت پاډيکال په ١١ او شهباز احمد په ١٤ منډو سوځېدلي دي.