کورپاڼه / روغتيا / د روژې پرمهال به څه ډول ورزش کوو؟

د روژې پرمهال به څه ډول ورزش کوو؟

د روژې د میاشتې په ماښامي یا روژه ماتي کې د پیکوړۍ، سموسو او نورو شیانو خوړل او بیا سمدستي څملاستل د وزن د ډېرېدو سبب کېږي او دا ستونزمنوي چې څنګه ځان فیټ وساتو.

په دې اړه روغتیایي کارپوهانو ځینې لارښوونې کړي، چې په عملي کولو سره یې د روژې په مبارکه میاشت کې ځان فیټ ساتلی شو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د پیشلمي پرمهال باید هغه خوراکي توکي استعمال شي چې ډېر غذایي اجزاوې ولري او په ماښامي کې کم خوراک وکړو، دغه راز په پیشلمي کې د مستو استعمال هم اړین وي.

سربېره پر دې د پراټو پرځای دې عادي ډوډۍ استعمال شي ترڅو ټوله ورځ د بدن انرژي وساتل شي.

د ورزش په اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې د ورزش لپاره ترټولو غوره وخت له ماښامي څخه دمخه وخت دی، ځکه چې په تشې ګېډې سره د ورزش په کولو له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ کالوري سوځي.

که چېرته له روژه ماتي دمخه وخت پیدا نه شي نو له ماښامي وروسته کله چې خواړه لږ هضم شي یعنې یو یا یو نیم ساعت وروسته دې ورزش ترسره شي او لنډ مهاله ورزش هم ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …