کورپاڼه / جالب / یو سلمان د سرطان په ناروغۍ اخته کس ته د ویښتانو کمولو پرمهال داسې کار وکړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې شور راپورته کړ

یو سلمان د سرطان په ناروغۍ اخته کس ته د ویښتانو کمولو پرمهال داسې کار وکړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې شور راپورته کړ

په هسپانیه کې یو شخص چې د سرطان په ناروغۍ اخته و، د ویښتانو د کمولو لپاره یو سلمان (ویښته کمونکی) ته ورغی، ترڅو ویښتان پرې کم کړي، خو سلمان داسې کار وکړ چې په ټولنیزو رسنیو یې بحثونه راپورته کړل.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه سلمان جوییل اورتیګا ګونزیلیس نومېږي او د هسپانیې په الیکانتی کې سلماني لري.

د راپور له مخې ویل کېږي چې ګونزیلیس سلمانۍ ته د نیفتالي مارټن په نوم یو شخص چې په سرطان اخته و او د کیموتراپۍ په سبب یې ویښتان توی شوي ول، ورغی ترڅو یې پاتې ویښتان هم کم کړي.

کله چې ګونزیلیس د نیفتالي ویښتان کمول، نو په زړه کې یې د همدردۍ احساس را پیدا شو او د نیفتالي د ویښتانو د کمولو ترڅنګ یې خپل ویښتان هم کم کړل او کله چې نیفتالي ولیدل چې ګونزیلیس هم ویښتان کم کړل نو ډېر زیات خپه شو.

د راپور له مخې ویل کېږي چې نیفتالي مارټن د لمفوما په سرطان اخته او اوسمهال د درملنې لاندې دی، بل لوري ته ګونزیلیس د انسانۍ همدردۍ دغه ویډیو پر ټیک ټاک خپره کړې چې تر اوسه پورې له نوي میلونو ډېرو خلکو لېدلې.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …