د سنرايزرز حېدراباد لپاره جېسن هولډر او راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه، رايل چېلنجرز بېنګلور بيا د ١٥٠ منډو هدف وټاکه.
د اى پي ايل ٦مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې حېدراباد پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.
رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين ميکسويل ٥٩ او ويراټ کوهلي ٣٣ منډې وکړې.
د سنرايزرز حېدراباد له خوا جېسن هولډر په ٤ اورونو کې د ٣٠ منډو په ورکولو سره ٣ او راشد خان په ٤ اورونو کې د ١٨ منډو په ورکولو سره ٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز بوينشور کمار، شهباز نديم او ټي ناټاراجن ١-١ ويکټ واخيستې.
سنرايزرز حېدراباد به تر لنډې دمې وروسته د ١٥٠ منډو هدف په تعقيب کې توپوهنه پيل کړي، خو وه به کتل شي، چې لومړۍ بريا خپلوي او که نه.