کورپاڼه / اسلام / د روژه نېوونکي لپاره دوه خوشحالۍ کومې دي؟

د روژه نېوونکي لپاره دوه خوشحالۍ کومې دي؟

د روژې فضلیت او اهمیت د نورو عبادتونو په پرتله څو برابره ډېر او بې حسابه دی، یعنې د هر نیک عمل په بدل کې له لسو څخه تر اوه سوه ځلو پورې ثواب ورکول کېږي، خو د روژې اجر الله تعالی پخپله ورکوي په یو قدسي حدیث کې الله تعالی فرمایي:

((د ادم علیه السلام د اولادې هر عمل پرته له روژې د هغه لپاره وي او روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم)).

په یو حدیث شریف کې حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله چې د روژې د میاشتې اوله شپه شي نو ټول شیطانان به وتړل شي، د دوزخ دروازې به بندې شي او د جنت دروازې به پرانیستل شي یوه دروازه به یې هم نه دي بنده او یو آواز به کېږي چې ای د خیر غوښتونکیه مخکې راشه او ای د شر غوښتونکیه ودرېږه او الله تعالی به خلک له دوزخ څخه آزاد کړی او دغه غږ او آزادي به هره شپه وي.

بل ځای له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

روژه نېوونکي لپاره دوه خوشحالۍ وي چې له هغې به خوند اخلي: یوه خوشحالي د روژه ماتي یعنې کله چې روژه ماتوي نو خوښي احساسوي او دویم د الله تعالی د دیدار، یعنې کله چې له رب سره ویني نو د خپلې روژې په سبب به خوشحاله وي.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …