په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې پاکستان د سويلي افريقا لوبډلې ته د ٩ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه او لوبلړۍ کې د ٢-١ سره مخکې شوه.
د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه په سينچورين کې ترسره شوه، چې پاکستان په پيل کې پچه وګټله او سويلي افريقا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
سويلي افريقا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې ايدين مارکرم ٦٣، جانيمن ميلن ٥٥ او راسي وان در دوسين ٣٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له خوا محمد نواز ٢، شاهين شاه اپريدي، حسن علي او فهيم اشرف ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٢٠٤ منډو هدف پاکستان په ١٨ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له خوا لوبډلمشر بابر اعظم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ٤ شپږيزو او ١٥ څلوريزو په مټ يې په ٥٩ توپونو ١٢٢ منډې وکړې، همدا راز محمد رضوان ٧٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سويلي افريقا له خوا بيا ليزاد ويليمس ١ ويکټ واخيسته.
د ٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې پاکستان ٢ او سويلي افريقا ١ لوبه ګټلې ده، څلورمه يا وروستۍ شل اوريزه لوبه به د اپريل په ١٦مه نېټه ترسره شي.