کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ويراټ کوهلي د اوټ کېدو وروسته له ډېرې غصې څه وکړل؟ + ويډيو
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي د اوټ کېدو وروسته له ډېرې غصې څه وکړل؟ + ويډيو

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي د سنرايزرز حېدراباد پر وړاندې په نننۍ لوبه کې له اوټ کېدو وروسته ډېر غصه شو، چې له مېدانه راوتو وروسته يې چوکۍ په بېټ ووهله.

د ويراټ کوهلي دا ويډيو، چې له مېدانه راووځي او له ډېرې غصې نه چوکۍ په بېټ ووهي، په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس کېږي.


د اى پي ايل ٦مه لوبه کې حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې بېنګلور ته د توپوهنې بلنه ورکړه، چې پيليزه ملګرتيا يې په دريم اور کې ماته شوه.

ويراټ کوهلي بيا ٣٣ منډې کړې وې چې د جېسن هولډر په توپ باندې ويجى شنکر کېچ کړ، په دغه وخت کې بېنګلور ٩١ منډې کړې وې او ١٣م اور روان و.


خو ويراټ کوهلي د روان ليګ په دويمه لوبه کې په دا ډول اوټ کېدو ډېره غصه ښکاره کړه او کله چې له مېدانه بهر راوتلو، نو له باونډرۍ بهر چوکۍ په بېټ ډېره تېزه ووهله، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …