تر يوې زبردستې لوبې وروسته سنرايزرز حېدراباد لوبډله په دې ونه توانېده چې ورکړل شوى هدف پوره کړي او د ٦ منډو په توپير يې له بېنګلور څخه ماتې وخوړه.
د اى پي ايل ٦مه لوبه د بېنګلور او حېدراباد لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره شوه، چې حېدراباد د پچې له ګټلو وروسته بېنګلور ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين ميکسويل ٥٩ او ويراټ کوهلي ٣٣ منډې وکړې.
د سنرايزرز حېدراباد له خوا جېسن هولډر ٣ او راشد خان ٢ ويکټې واخيستې.
د ١٥٠ منډو هدف په تعقيب کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې، چې د ٦ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دوى له خوا ډيويډ وارنر ٥٤، منيش پانډى ٣٨ او راشد خان بيا په ٩ توپونو ١٧ منډې وکړې چې بيا د منډې پر مهال وسوځېده.
د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري شهباز احمد ٣، هرشل پټيل او محمد سراج ٢-٢ ويکټې واخيستې.
د يادولو وړ ده چې رايل چېلنجرز بېنګلور په خپلو دواړو لوبو کې بريا خپله کړه او د ٤ نومرو سره تر ټولو مخکښه شوه، خو سنرايزرز حېدراباد بيا په خپلو دواړو لوبو کې ماتې وخوړه.
ياده دې وي چې د اى پي ايل ٧مه لوبه به سبا د اپريل په ١٥مه نېټه د راجستان رايلز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.