کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي: د لور زېږېدو زموږ ژوند کې ډېر بدلون راوستى
ويراټ کوهلي او انوشکا شرما

ويراټ کوهلي: د لور زېږېدو زموږ ژوند کې ډېر بدلون راوستى

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، چې د لور زېږېدو سره يې په ژوند کې ډېر بدلون راغلى دى. د يادولو ده چې د ويراټ کوهلي او د هغې مېرمن او مشهورې اداکارې انوشکا شرما لور د روان کال د جنورۍ په مياشت کې زېږېدلې ده، چې واميکا نوم يې ورته ايښى دى.

که څه هم انوشکا شرما او ويراټ کوهلي خپله لور تراوسه پورې له رسنيو نه پټه ساتلې ده، خو نوموړي په خپله يوه مرکه کې د خپلې لور د زېږېدو او په ژوند کې د بدلون په اړه غږېدلى دى.

له يوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې ويراټ کوهلي وايي، چې د لور له زېږېدو سره زموږ په ژوند کې لږ نه، بلکې ډېر زيات بدلون راغلى دى.

هغه وايي، له واميکا سره چې موږ څه ډول احساس لرو، دا تجربه مو مخکې هېڅ کله نه وه کړې، له هغې مخکې چې موږ هر څه استعمالول، اوس هغه بدل شوي دي.

ويراټ کوهلي وايي، چې اوس موږ د يو نوي انسان د ژوند په اړه فکر کوو او هغې ته پاملرنه کوو، دا هر څه په پيل کې يوازې د مور په غاړه دي، خو پلار هم ورسره دى، مور او پلار دواړه په بېلا بېل ډول د خپلو ماشومانو پام ساتي او موږ دواړه ډېر خوشحاله يو.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …