کورپاڼه / اسلام / د روژې د میاشتې یو څو ځانګړتیاوې

د روژې د میاشتې یو څو ځانګړتیاوې

د روژې میاشت د ګناهونو د بخښلو سبب ګرځي: له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې پنځه وخته لمونځونه، له یوې اوونۍ تر بلې اوونۍ پورې او له یوې روژې څخه تر بلې روژې پورې ګناهونه له منځه وړي او له لویو ګناهونو ډډه وکړئ.

د روژې په میاشت کې د روژې نېول د لسو میاشتو د روژې نېولو سره برابر وي: له حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی:

چا چې د روژې د میاشتې روژې ونېولې او بیا یې د شوال د میاشتې شپږ روژې ونېولې نو داسې وي لکه ټول کال یې چې روژې نېولي وي.

د روژې د میاشتې د روژو په نیولو سره ټول ګناهونه له منځه ځي، له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی:

چا چې هم د روژې په میاشت کې د ایمان او د ثواب او اجر په نیت روژه ونېوله، نو مخکیني ټول ګناهونه به یې معاف شي.

د روژې په میاشت کې امام پسې قیام کولو سره د ټولې شپې د عبادت اجر او ثواب حاصلېږي:

ابوهریره رضي الله عنه بیانوي چې دوی یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل، چې تا موږ د ټولې شپې د قیام حکم مړی وای نو رسول الله وفرمایل: چا چې امام پسې تر سلام ګرځولو قیام وکړ، نو د ټولې شپې د عبادت ثواب ورسېږي.

دا هم ولولئ

که چېرته له وخته وړاندې په تېروتنې سره روژه ماته شي روژه کېږي او که قضا به یې راوړي؟

روژه د اسلام له پنځو بناوو څخه دریمه بناء ده او له پنځو بناوو څخه …