کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشت کې بدن د اوبو له کمښت څخه څه ډول وساتو؟

د روژې په مبارکه میاشت کې بدن د اوبو له کمښت څخه څه ډول وساتو؟

لکه څنګه چې د روژې مبارکه میاشت پیل شوې او ترڅنګ یې د هیواد په ځینو سیمو کې د ګرمۍ څپې هم خورې شوي، چې په داسې حالاتو کې د روژه نېوونکو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي، نو اړینه ده چې پخپل خوراکي توکو کې داسې شیان شامل کړو چې د اوبو له کمښت مو وژغوري.

د روژې په میاشت کې ځینې مېوې او سبزیجات استعمالول د بدن د اوبو کمښت پوره کولی شي.

کدو:

کدو نوي سلنه له اوبو جوړ دی او پاتې لس سلنه یې فایبر دي او کاربوهایدریت بېخي نه لري. دغه راز پروټین، ویټامین ای، ویټامین سي، کلسیم، اوسپنه، میګنیزیم، پوتاشیم او زنک هم لري چې استعمال یې د بدن اوبه پوره کوي.

کېلې:

کېله څلور اویا سلنه اوبه لري او د همدې لپاره د بدن د اوبو لپاره غوره خوراک ګڼل کېږي، دغه راز پوتاشیم او فایبر هم لري چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د روژې په میاشت کې مو روغ او صحت مند ساتي.

هندواڼه:

هندواڼه چې د اوړي په موسم کې خوړل کېږي نه یوازې دا چې ښه خوند لري، بلکې غذایي توکي هم ورڅخه لاسته راځي او د دوه نوي سلنه اوبو په درلودلو د بدن اوبه پوره ساتي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …