کورپاڼه / اسلام / که څوک په هېرې یا تېروتنې سره خوراک، څښاک کوي، روژه ور یادول څه حکم لري؟

که څوک په هېرې یا تېروتنې سره خوراک، څښاک کوي، روژه ور یادول څه حکم لري؟

د روژې په مبارکه میاشت ځینې داسې عملونه هم شته چې کول یې روژه نه ماتوي، چې په همدې لړ کې په تېروتنې سره د خوراک او څښاک کول هم شامل دي.

که چېرته یو روژه نېوونکی په هېرې یا تېروتنې سره یو څه وخوري یا وڅښي نو روژه یې نه ماتېږي، که چېرته ځان ښه موړ هم کړي بیا یې هم روژه نه ماتېږي.

خو که چېرته په هېرې سره د ورځې څو ځله خوراک یا څښاک وکړي علماء وایي چې روژه یې بیاهم صحت لري.

ځینې کسان چې دغه مسئله ورته نه وي زده یا چا پرې پوه کړی نه وي او په هېرې سره خوراک وکړي، نو له هغې وروسته په قصدي ډول سره خوراک او څښاک کوي، چې په دې سره یې نه یوازې روژه ماته شوه، بلکې کفاره پرې هم واوښته.

که چېرته یو څوک په هېرې یا تېروتنې سره خوراک او څښاک کوي او هغه دومره طاقتور او پیاوړی و چې روژې دومره نه خرابوو، نو روژه ور یادول واجب دي، خو که چېرته هغه شخص د روژې د نېولو طاقت نه درلود او په تکلیف و نو روژه مه ور یادوئ.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …