کورپاڼه / هنر او کلتور / د هما قریشي رواني یا ذهني روغتیا چا اغېزمنه کړې؟

د هما قریشي رواني یا ذهني روغتیا چا اغېزمنه کړې؟

د هندي فلمونو اداکارې یا هنرمندې هما قریشي وایي چې داسې احساس کوي چې هره ورځ یې په ورځپاڼو کې د خپل تصویر په لېدو ذهني یا رواني روغتیا زیانمنه شوې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د بالیووډ د فلمونو اداکارې یا هنرمندې ویلي چې د فلمي صنعت ته د اداکارۍ لپاره راغلې د تصویرونو د ایستلو یا په ورځپاڼو کې د لېدلو لپاره نه ده راغلې.

هما قریشي وایي چې په هوایي ډګر یا له جیم څخه د باندې، اخوا، دیخوا یاهم په ورځپاڼو کې یې د تصویر لګول د رواني یا ذهني روغتیا لپاره ښه نه دي تمام شوي، نوموړې وایي چې همدا علت دی چې له تصویر ایستلو ډډه کوي.

هما قریشي زیاتوي چې:(( موږ د ښځو په ډول سخت دریځې یو او د رسنۍ چلند هم سخت دی، خو زموږ اړوند چلند بیا له رسنیو هم ډېر سخت دی)).

نوموړې ۲۰۲۰ کال کې خپل ځان روبوټ ګڼلی او ویلي یې دي چې په ذهني او بدني ډول د یو روبوټ په څېر وه، خو اوس ځان ښه احساسوي او نه غواړي چې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي.

هما قریشي منلې چې له کور څخه په وتلو دا فکر نه کوي چې څه ډول به ښکاري، ځکه دی نه غواړي چې څوک یې تصویر واخلي، ځکه ممکن له غلطې زاویې واخلي او د تصویر په خپرېدو سره د بحث وړ وګرځي.

نوموړی زیاتوي چې نه غواړي چې څوک یې په هوایي ډګر یا کور کې عکسونه واخلي او بیا پرې بحثونه پیل کړي ځکه چې په دې اغېزمنه کېږي او ټوله ورځ یې خرابه تېرېږي.

هما قریشي چې ګینګ اف واسیپور، ایک تي ډاین، ډیړ عشقیه، جولي ایل ایل بي په څېر فلمونو کې اداکاري کړې وایي چې کار کول غواړي، په کور پاتې کېږي، کتابونه لولي، د سمندر غاړې ته ځي او له سپي سره وخ تېروي.

دا هم ولولئ

شروتي حسن

شروتي حسن د مالي ستونزو ښکار شوه، وايي: پلار مې راسره مرسته نه کوي

د هندي سینما د مشهور هنرمند او سیاستوال کمل حسن لور او مشهوره اداکاره شروتي …