کورپاڼه / جالب / یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال یې په سخته ګرمۍ کې د استرالیا د سمندر له څنډو څلور زره کیلو میتره سفر کړی.

ویل کېږي ټام ډروري د څلور پایو لرونکي تخته باندې له میلبورن څخه تر کیرنس پورې دغه سفر د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر څخه پیل کړی و چې په لومړیو کې یې کورنۍ او ملګرو ناشونی هم وګاڼه او په همدې ډول په دریمه ورځ ټام د سختې ګرمۍ، ستړیا او خپګان ښکار شو او داسې احساس یې وکړ چې لوی تېروتنه کوي.

نوموړي له دې وړاندې څو کیلومیتره د ځمکې لاندې او په د الماسو په کان کې د کار کولو تجربه درلوده او ډېر باهمت او پیاوړی اراده یې لرله، ټام له ځان سره ویلي ول چې په لومړیو کې به ستونزې وي خو ورو ورو به له دې سفر سره عادت شي او همدې وشول او په سخته ګرمۍ کې یې د سکیټ کولو عادت خپل کړ.

ویل کېږي چې د ټام په لار ماران هم ول او د سفر پرمهال څلور ځله په مارانو پښه هم راغله، دوه ځلې ولوید، درې ځلې زخمي شو، پنځه ځلې پولیس ورپسې شول او شپږ ځلې سختې ګرمۍ وواهه، خو بیا یې هم په اوسط ډول په ورځ کې له پنځوس تر سلو کیلو میترو مزل کاوه، د مارچ په میاشت کې یوازې و او د لمر وړانګو له تندې رپاوه او له دې وروسته یې ښه وژړل، ځکه چېرته لېرې هم سیوری نه ښکارېده او اوبه ورسره ختمېدې.

په لویو لارو کې له تېز رفتارو موټرو څخه ځان ژغورنه، له ونو او مارانو ځان ساتنه ورته ستونزمنه وه، خو همت یې له لاسه ور نه کړ، ځینو موټروانانو پولیس ته شکایت وکړ، کم عقل یې ورته وویل خو بیاهم خپل منزل پسې و.

شپږ ځلې یې بوټان ووتل چې بیا بدل هم کړل، د سکیټ تختې پایې یې څو ځلې بدلې کوې او په رسنیو کې یې هڅې وساتل شوې، شهرت یې ترلاسه کړ او تر اوسه پورې ورته ۱۹۰۰۰ ډالر ټول شوي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …