کورپاڼه / اسلام / هغه کوم کسان دي چې د الله تعالی په لوري روان شي، نو الله تعالی به د هغوی پر لور په منډه راشي؟

هغه کوم کسان دي چې د الله تعالی په لوري روان شي، نو الله تعالی به د هغوی پر لور په منډه راشي؟

الله تعالی پخپل ذکر کې ډېر برکتونه اچولي یعنې که چېرته یو څوک د الله تعالی ذکر وکړي نو برکتونه به پرې نازل شي او د روژې مبارکه میاشت هغه میاشت چې په ذکر کولو سره د الله تعالی نږدیکت په غوره توګه ترلاسه کولی شو یعنې په دې میاشت کې الله تعالی د ذکر کوونکو درجې لوړې کړي دي.

په سورت بقره کې الله تعالی فرمایي: تاسو ما یاد کړئ زه به تاسو یاد کړم او زما شکر ادا کړئ او ناشکري مه کوئ.

په سورت النساء کې الله تعالی فرمایي: نو ای مسلمانو کله چې تاسې لمونځ ادا کوئ نو الله تعالی په ولاړه، ناسته او په اړخ سره یاد کړئ.

له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: الله تعالی فرمایي چې زما بنده چې زما په اړه څه ډول فکر کوي، زه ورسره په هماغه ډول معامله کوم، کله چې هغه زما ذکر کوي نو زه ورسره یم او کله چې هغه په زړه زما ذکر کوي نو زه یې هم په خفیه ډول ذکر کوم او کله چې په ډله کې زما ذکر کوي نو یې په غوره ډله کې ذکر کوم، که چېرته هغه دوه لوشتې رانږدې شو نو زه به یوه لوشت ور نږدې شم، که چېرته یو لوشت رانږدې شو نو زه به دوه لوشتې ورنږدې شم، که چېرته زما پر لور راروان شو نو زه به په منډه ورشم.

نو موږ باید د روژې په دې مبارکو ساعتونو کې نه یوازې د لمونځ او روژې په نېولو الله تعالی راضي کړو، بلکې د ذکر په وسیله هم باید د الله تعالی نږدیکت حاصل کړو.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …