کورپاڼه / هنر او کلتور / کرینا کپور ولې تر نهو (۹) میاشتو له کرن جوهر سره خبرې نه کولې؟

کرینا کپور ولې تر نهو (۹) میاشتو له کرن جوهر سره خبرې نه کولې؟

د بالیووډ د فلمونو اداکارې کرینا کپور او فلم جوړونکي کرن جوهر په ډېرو فلمونو کې یوځای کار کړی دی او دواړه د فلمي صنعت له مشهورو کورنیو څخه دي، دوی یو ځل بیا غوښتل چې په (تخت) فلم کې یوځای کار وکړي، خو د کورونا د وایروس په سبب یې ثبت تر نامعلومې نیټې پورې وځنډید.

خو آیا پوهېدئ چې څو کاله دمخه د دواړو ترمنځ جنګ شوی و او تر نهو میاشتو پورې یې له یو بل سره خبرې نه کولې؟

کرن جوهر پخپل ژوند لیک (دا انسوټیبل بوایی) کې لیکلي چې، کرینا کپور سره ستونزه په دې راغلې وه چې هغې ترې ډېرې پیسې غوښتلې، چې بیا د دواړو ترمنځ جنګ وشو.

کرن جوهر وایي چې هغه وخت (مج سي دوستي کروګي) فلم چې د کونال کوهلي په لارښوونه جوړ شوی و، ریلیز شوی و، کرینا کپور ویلي ول چې دغه فلم د آدیتیا چوپړا مرستیال کونال کوهلي جوړ کړی نو ځکه خو د کرن جوهر په مرستیال نکل ایډواني باور نه دی پکار.

کرن جوهر زیاتوي چې: ((کرینا کپور هومره روپۍ وغوښتې څومره چې شاهرو خان اخلي او د “مج سی شادي کروګي” د خپرېدو پرمهال مې ورته وویل چې په “کل هو نه هو” فلم کې کار وکړي، نو دومره روپې وغوښتې څومره چې شاهرو خان اخلي، نو ما ورنه بخښنه وغوښته)).

نوموړی پخپل ژوند لیک کې وایي چې څو ځلې کرینا ته زنګ وواهه خو پورته یې نه کړ او د هغې پرځای مو پریټي زنټا انتخاب کړه.

کرن جوهر وایي چې له کرینا کپور سره یې تر یو کاله پورې خبرې ونه کړې او په مجلسونو کې به یې یو بل له پامه غورځول، نوموړی وایي چې کرینا کپور ډېره کم عقله وه، ماشومه وه او له مانه لس کاله کشره ده.

دا هم ولولئ

نورا فاتحي

د نورا فاتحي یو مینه وال د هغې په نوم په خلکو خواړه وېشلي

د هندي فلمونو کاناډايۍ اداکارې او موډلې نورا فاتحي یو لېوني مین د هغې په …