کورپاڼه / روغتيا / روغتیایي کارپوهانو وایي چې په روژه ماتي کې له کولا او یخو مشروباتو څخه ډډه وشي

روغتیایي کارپوهانو وایي چې په روژه ماتي کې له کولا او یخو مشروباتو څخه ډډه وشي

روغتیایي کارپوهانو او ډاکترانو لارښوونه کړې، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې د ځینو مشروباتو یا څښاکو له څښلو ډډه وشي.

روغتیایي کارپوهانو ویلي چې د روژه ماتي پرمهال دې کولا او یخ څښاک استعمال نه شي، ځکه چې دغه ډول مشروبات د معدې ستونزې راولاړوي او په څښلو سره یې ګېډه ډکېږي خو خواړه ور پکې نه وي او د شکر کچه هم لوړوي.

روغتیایي وایي چې یخ یا ساړه مشروبات چې ګیس لرونکي او د ګیس نه لرونکي ور پکې شامل دي د ستوني تکلیف پیدا کوي، د معدې درد او په هضم کې ستونزې راولاړوي، که چېرته دغه مشروبات په خالي ګېډه استعمال شي نو ډېر زیانمن تمامېږي.

دوی زیاتوي چې ځینې مشروبات روغتیایي وي خو د بورې په ډېر استعمال سره زیانمن ګڼل کېږي دوی د خرما د شربت مثال ورکوي او وایي چې یو ښه مشروب دی خو د ډېر خوږوالي يه سبب زیانمن تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان ډبي لرونکو مشروباتو ته په اشارې سره وایي چې په دې ډول مشروباتو کې زیانمنه ماده استعمال شوي، نو غوره به وي چې پرځای یې کورني مشروبات چې له مېوو څخه تیارېږي استعمال کړو او ډېره بوره ور پکې ونه کاروو.

دغه راز په روژه ماتي کې د اوبو څښل زبانمن نه وي، د خوړو پرمهال هم اوبه څښلی شئ، چې په دې ډول په خوراک کولو کې وقفه هم راځي او ترې معلومېږي چې ماړه شوي یو او څنګه او د روژه ماتي پرمهال د اوبو په څښلو سره د هضم مرحله آسانېږي.

خو دوی دا مشوره هم ورکوي چې ډېرې اوبه دې ونه څښل شي ځکه په دې سره ګېډه ډکېږي او روژه نېوونکی کس د اړتیا وړ ډوډۍ نه شي خوړلی.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …