کورپاڼه / روغتيا / د روژه په میاشت کې مو سره کړي خواړه، د چرګ غوښه او ډېر خوراک ناجوړه کوي

د روژه په میاشت کې مو سره کړي خواړه، د چرګ غوښه او ډېر خوراک ناجوړه کوي

د روغتیایي کارپوهانو پر وینا د روژې په مبارکه میاشت کې سره کړي شیان، د چرګ غوښه او ډېر خوراک مو د ناروغۍ لامل کېږي، نو په روژه ماتي او پیشلمي کې باید هغه خوراکي توکو استعمال شي چې له ناروغۍ مو لېرې وساتي.

که چېرته کوم یو شخص د خپلې روغتیا او د خوراک او څښاک له رژیم څخه اندیښمن وي، نو د دا ډول خلکو لپاره روژه یوه ښه موقع ده، که څه هم روژه په مذهبي لحاظ ځانګړی اهمیت لري ترڅنګ یې روغتیایي کارپوهانو د روغتیا لپاره یوه ښه ذریعه هم ګڼلې ده.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د روژې په مبارکه میاشت کې سره کړي شیان، غیر روغتیایي خواړه استعمال او ډېر خوراک وشي، نو د ناروغۍ لامل مو ګرځي.

دوی زیاتوي چې په پیشلمي کې دې له څلور سوو څخه تر شپږ سوو پورې کالوري واخیستل شي او په روژه ماتي کې دې دوه خرماوې او شوړمبۍ وڅښل شي او خواړه دې له تراویح وروسته وخوړل شي.

روغتیایي کارپوهان دا هم وایي که چېرته د روژې پرمهال د یو شخص د شکر کچه له اویا څخه ښکته یا له درې سوو پورته شي نو روژه دې ماته کړي او د روژې پرمهال د شکر کتل او انسولین لګول جایز دي او روژه پرې نه ماتېږي او د روژه ماتي او پیشلمي ترمنځ ډېرې اوبه استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …