د ټولنیزو رسنیو مشهورې ټولنیزې وېبپاڼې فیسبوک او انستاګرام د کاروونکو د ذهني فشار د ختمولو لپاره د یو نوي خدمت ازمایښت پیل کړی.
د فیسبوک د ملکیت لاندې د انستاګرام د شرکت مشر ایډم موسیري وایي چې له تېر کال یې د کاروونکو د ذهني فشار د کمولو لپاره پر یو فیچر ازمایښت پیل کړی.
نوموړی وایي چې د انستاګرام د لایکونه د شمېر د پټولو هڅه یې پیل کړې چې ډېرې ښې پایلې یې هم ورکړي، خو ځینو یې مخالف هم کړی ځکه چې دوی پر پوست د خوښونې ترڅنګ د نورو د اغېزمنولو غوښتونکي هم دي.
د انستاګرام مشر وایي چې دوی اوسمهال د یو نوي فیچر ازمایښت پیل کړی، چې په مرسته به یې کاروونکی د ځان لپاره غوره شی انتخاب کړی شي.
نوموړی وایي چې اوس دوی هڅه کوي چې د ټولو کاروونکو پر پوستونو لایکونه پټ کړي او پر فیسبوک هم دغه فیچر رامنځته کېږي.
An update on like counts.
Last year we started hiding like counts for a small group of people to see if it lessens some pressure when posting to Instagram. Some found this helpful and some still wanted to see like counts, in particular to track what’s popular.
— Adam Mosseri 😷 (@mosseri) April 14, 2021
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال د جولایي په اتلسمه نیټه انستاګرام اعلان کړی و، چې د کاروونکو د ذهني فشار د ختمولو لپاره هڅې کوي او په اپلیکیشن کې لوی بدلون راولي.
د انستاګرام او فیسبوک مشر میا کارلیک وایي چې د لایکونه د پټولو فیچر یې په ازمایښي ډول د کاناډا کاروونکو ته وړاندې کړی، چې بریالې تجربه وه او خلکو وستایله. نوموړی وایي چې ډېر ژر به دغه فیچر په استرالیا، نیوزیلینډ، ایرلینډ، جاپان او برازیل ته هم وړاندې کړي.