کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان په يو-يو ټېسټ کې بريالى شو
اصغر افغان

اصغر افغان په يو-يو ټېسټ کې بريالى شو

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او اوسنى مرستيال لوبډلمشر اصغر افغان په هند کې يو يو ټېسټ ورکړى دى او په دغه ټېسټ کې کامياب شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې په هند کې اصغر افغان هم د يو يو له ازموينې بريالى ووت. هغه همدا راز ليکي، چې ټولو لوبغاړو دغې پروسه کې له ونډې اخيستو وروسته ملي لوبډله کې ځاى پېدا کړى دى.

ويل کېږي تر دې مخکې نورو لوبغاړو په کابل کې د يو يو ټېسټ ورکړى و او په لوبډله کې شامل لوبغاړي په دغه ټېسټ کې بريالي شوي و، خو اصغر افغان بيا له يو يو ټېسټ څخه پاتې شوى و، چې په هند کې ترې دغه ټېسټ واخيستل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز تر دې مخکې ويلي و، چې هر لوبغاړى ملي لوبډلې ته راځي، نو لومړنى شرط يې يو يو ټېسټ دى، هر لوبغاړى چې په دغه ټېسټ کې بريالى نه شو، نو وه به نه شي کولاى چې ملي لوبډلې ته لار پېدا کړي.

د يادولو ده چې افغانستان په خپل کوربه توب په هند کې له ويسټ انډيز سره د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو لوبلړۍ او همدا راز يوه ټېسټ سيالي ترسره کوي.

د افغانستان او ويسټ انډيز لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د نومبر په شپږمه نېټه پيل کېږي، همدا راز دا سفر به بيا د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

له ويسټ انډيز سره د افغانستان ټېسټ سيالي به د افغانستان څلورمه ټېسټ سيالي وي، چې تر دې مخکې يې له هند، ايرلېنډ او بنګله دېش سره ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي او په وروستيو دوه سياليو کې يې بريا خپله کړې ده، چې له دې سره د ټېسټ سياليو دويمه لوبډله ده چې په خپله دريمه سيالۍ کې يې دوه برياوې په خپل نوم کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …