کورپاڼه / خبرونه / کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و
کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې به کوم نوى لوبغاړو په ١٥ کسيزه لوبډله کې انتخابولو، نو د ډالرو او يا هم د يو موټر غوښتنه به يې ترې کوله، چې که غواړې په ١٥ کسيزه لوبډله کې انتخاب شې، نو دوى ته به په دې دواړو کې يو څيز ورکوې.

کريم صادق د بابر اعظم او ويراټ کوهلي يو عکس په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى، چې بابر اعظم تېره ورځ له ويراټ کوهلي مخکې او د يو ورځنيو لوبو لومړى مقام لرونکى توپوهونکى شو.

کريم صادق وايي، چې موږ هم د دوى په څېر لوبغاړي درلودلى شول، خو خبره دا ده چې زموږ سيليکټرانو لوبغاړي د ډالرو يا موټرو ورکولو وروسته انتخابول.

کريم صادق وايي، چې دا کسان اوس هم په کرکټ بورډ کې دي. د نوموړي په وېنا، که چېرته په کرکټ بورډ کې سياست نه واى راغلى، نو تراوسه پورې به موږ يو نړيوال جام هم ګټلى و او په کابل، ننګرهار او خوست کې به مو نړيوال مېدانونه هم درلودل.

نوموړى د افسوس يادونه کوي او وايي چې پنځه کاله مو هسې تېر کړل او اوس به بيا هر څه بېرته له سره پيلول وي، هغه وايي چې د کرکټ بورډ له مشهورېدو سره ورته داسې ډېر خلک راغلل، چې فقط خپل نوم ته خوشحالېدل او د بشپړ غړيتوب هېواد ټوله بوديجه يوازې او يوازې په معاشونو باندې تلله.

کريم صادق دا هم ليکلي دي، چې اوس هم وخت دى او څوک چې په کومه برخه کې کار نه شي کولاى، نو پکار دي ورته چې په عزت سره استعفا ورکړي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم …