د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي تېره ورځ په لوبه کې د اوټ کېدو وروسته د اى پي ايل له قانون څخه سرغړونه وکړه، چې نوموړى تورن بلل شوى دى.
پرون د اى پي ايل ٦مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايرزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بېنګلور پکې بريا خپله کړه.
خو په دغه لوبه کې ويراټ کوهلي په ٣٣ منډو د جېسن هولډر له خوا وسوځېده، کله چې نوموړى له مېدانه بهر تللو، نو په باونډرۍ يې اعلان او ورپسې يې پرته چوکۍ په بېټ د ډېرې غصې نه ووهل.
د لوبې ريفري ويراټ کوهلي د ليول ١ سرغړونه باندې تورن کړ، چې د اى پي ايل د ٢.٢ مادې له مخې، د لوبې پر مهال د کرکټ سامان او لباس سپکاوى، د لوبغالي د سامانونو او لګول شويو شيانو سپکاوى دى.
٣٣ کلن ويراټ کوهلي د دې سرغړونې سزا تراوسه پورې نه ده اورول شوې، خو په ٢٠١٦ کال د کلکته نايټ رايډرز پخواني لوبډلمشر ګوتم ګمبير هم ورته کار کړى و، چې د لوبې د فيس ١٥ سلنه ترې ګرځول شوې وه.
د ويراټ کوهلي په اړه هم داسې ويل کېږي، چې ښايي ورته کار له نوموړي سره هم وشي. د ويراټ کوهلي ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې لاس په لاس شوي دي، چې ځينو خلکو پرې نيوکې هم کړې دي.