کورپاڼه / ليکنې / د یو ښه او منظم ژوند لپاره ځینې لارښوونې

د یو ښه او منظم ژوند لپاره ځینې لارښوونې

موږ په عام ژوند کې د اړینو کارونو لپاره تیاری نیسو او ځان ورته برابروو خو که چېرته کوم کار پرته له تیاري پیل کړو نو په هغه ډول یې نه شو ترسره کولی لکه څه ډول چې پکار وي، د ازموینې مثال به درکړو که چېرته یو شخص ازموینې ته تیاری ونه نیسي او امتحان ورکړي، نو پایله به یې څه وي؟ که چېرته بریالی هم شي احساسات به یې څه ډول وي؟

له دنیوي کارونه پرته همدغه اصول په عباداتو کې هم دي، د لمونځ لپاره آذان او د اوداسه تیاری نیول کېږي کنه نو ساعت په کتو د لمر په راختلو او غورځېدلو به لمونځ ادا کېده او کومو کورونه ته چې د آذان غږ نه راځي نو لمونځ هم ور پکې هغسې زړه ته آرام نه ورکوي لکه هغه ځایونه چې آذان پکې اورېدل کېږي.

که تاسې چېرته کار هم کوئ نو د آذان په اهمیت به پوهېږئ او احساس به درته کېږي چې د لمونځ وخت دی او تیاری به نیسئ، یعنې هر کار چې کوئ له مخکې به ورته تیاری نیسئ.

ذهني او عملي تیاري:

په ذهني تیارۍ کې هغه عناصر شامل دي چې خپل فکر او توجه د خپلو احساساتو او جذباتو په لور واړوئ، له داسې اسبابو او حالاتو تېر شئ چې په ذهني ډول پر یو شي تمرکز وکړئ او په عملي تیارۍ کې مثلاً دا راځي چې د روژې لپاره باید څه واخلئ، څه شی خورئ، جامې ګنډئ او نور دې ته ورته تیاریانې عملي تیاریانې دي.

که د کور پاکوالی وي، عبادت وي هر څه چې وي په ترتیب سره یې وکړئ، که چېرته تاسې له ترتیب څخه کار واخلئ نو په هر کار کې به مو آساني وي، هڅه وکړئ چې یو مهالویش جوړ کړئ او عمل پرې وکړئ.

دا هم ولولئ

کله چې له علي رضي الله عنه څخه د یوې پوښتنې لس بېلابېل ځوابونه وغوښتل شول

لس نفره یوځای حضرت علي رضي الله عنه ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه …