یو پیشو یو داسې نابللی میلمه دی، چې له ساتلو او روزلو پرته مو کورونه ته راځي او هغه کسان چې د حیواناتو د ساتلو مینوال وي، نه غواړي چې دغه معصوم حیوان دې د ناروغیو په لېږدولو تورن کړي.
د پیشوګانو او د ویښتانو د حساسیت په اړه خو به مو ډېر اورېدلي، خو اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې چې په امریکا کې ترسره شوې، ویل کېږي چې پیشو د خطرناکو دماغي ناروغیو متحرک کوونکې ده.
د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د نږدې څلویښت میلونه امریکایانو په دماغو کې یو ډول هغه پرازیټ Toxoplasma gondii وده کوي، چې د دماغو د سرطان او سیکروفیرینا سبب کېږي.
د څېړنې مشر ډاکتر روبرټزکي وایي چې دغه پرازیټ له پیشوګانو انسانانو ته انتقال مومي او کله چې د انسان دماغو ته انتقال شي هلته وده پیل کړي او د دماغو د سرطان یا رسولۍ خطر ډېروي.
څېړونکي وایي چې له دې څېړنې یې د پرازیټ او دماغي سرطان ترمنځ د اړیکو د لرلو واضح شواهد نه دي ترلاسه کړي، بلکې په دې برخه کې نورو څېړنو ته اړتیا ده.
د یادولو وړ ده چې تېر کال د کوپن هیګن پوهنتون د یوې څېړنې له مخې ویلي ول چې د پیشو په متیازو کې موندل کېدونکی پرازیټ Toxoplasma gondii په عموم کې بې ضرره وي خو د خامې غوښې په خوړلو انسان ته داخلېږي او په دماغي ناروغیو یې اخته کوي.