کورپاڼه / جالب / د اوږدو ویښتانو درلودونکې انجلۍ خپل نړیوال ریکارډ مات کړ

د اوږدو ویښتانو درلودونکې انجلۍ خپل نړیوال ریکارډ مات کړ

یوې انجلۍ چې د هندوستان اوسیدونکې ده د اوږدو ویښتانو د درلودلو نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ.

ویل کېږي چې دغه انجلۍ په شپږ کلنۍ کې خپل ویښتان کم کړي ول او له هغې وروسته یې تر اتلسو کلونو پورې نه ول کم کړي او کله چې یې د اوږدو ویښتانو په درلودلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ نو له هغې وروسته یې د ویښتانو د غوڅولو مراسم ونیول او غوڅ کړي ویښتان یې (بلیو اټ ار ناټ) موزیم ته ورکړل.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه انجلۍ د هند ګجرات ایالت د موډسا اوسیدونکې ده، اتلس کاله عمر لري او نیلنشي پټیل نومېږي، نوموړې په شپاړس کلنۍ کې د پنځو فوټو او اوه اینچه اوږدو ویښتانو په درلودلو د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړی و.

ویل کېږي چې نیلنشي پټیل چې کله د اتلسمې کلېزې پرمهال خپل ویښتان اندازه کړل نو شپږ فوټه او شپږ اعشاریه اوه اینچه اوږده ول او په دې سره یې د دویم ځل لپاره خپل ریکارډ مات کړ.

نیلنشي پټیل وایي چې غوښتل خپل ویښتان د سرطان په ناروغیو اخته ماشومان د ویښتانو د جوړولو لپاره ورکړي، خو مور ورته وویل چې باید موزیم کې یې کېږدي ترڅو نور خلک هم وهڅېږي، د پټیل مور کامیبن پټیل وایي که چېرته یې لور خپل ویښتان موزیم ته ورکړي نو دی خپل ویښتان د سرطان ناروغانو ته د ویښتانو د جوړولو لپاره ورکوي.

دا هم ولولئ

شخړه

سپي ته په (سپي) ویلو دوه کورنیو ستره شخړه کړې + ویډیو

په هند کې د یو سړي سپي ته ګاونډیانو سپی ويلي، چې د سپي مالک …