کورپاڼه / روغتيا / له لمر څخه د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لارې چارې

له لمر څخه د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لارې چارې

ویټامین ډي یو له هغه غذایي توکو څخه دی چې د انسان بدن ورته ډېره زیاته اړتیا لري او په دې توکو کې په ډېره اندازه موندل کېږي: د هګیو ژېړ، مستې او شېدې، ځیګر، مرخېړي او نور.

خو ځینې وخت له خوراکي توکو څخه په منظم ډول د خوراکي توکو ترلاسه کول ستونزمن وي، خو موږ باید په دې پوه شو چې له لمر څخه هم ویټامین ډي ترلاسه کېږي، خو دا چې په کومه اندازه باید لمر ته کېنو په دې باید پوه شو او ترڅنګ په لمر کې (سن سکرین) هم وکاروو.

هغه کسان چې د تور پوستکي لرونکي وي د سپین پوستکو پرتله لږ ویټامین ډي برابروي او زاړه یا د ډېر عمر لرونکي کسانو هم د ځوانانو په پرتله لږ ویټامین ډي برابروي.

له لمر څخه د ویټامین د ترلاسه کولو لارې چارې:

  • که چېرته د سیند په غاړه وئ نو خپل مخ او غوږونه مو وساتئ ځکه چې په داسې ځایونو کې د لمر وړانګې روښانه وي او د پوستکي د حساسیت سیمې ګڼل کېږي.

  • خپل لاسونه، پښې، خېټه او ملا تر پنځلس دقیقو د لمر وړانګو ته پرېږدی او له هغې وروسته (سن بلاک) استعمال کړئ.

  • که چېرته ستاسې سیوری ستاسو له ونې اوږد وي نو په داسې حالاتو کې له لمر څخه د ویټامین ډي ترلاسه کول د وخت ضایع کول وي، د سهار له لسو تر دریو بجو پورې د لمر وړانګې روښانه وي او په همدې وختونو کې ترې ګټې اخیستلی شئ.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …