کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: چغې وهل د شپږ ډوله احساساتو څرګندونه کوي

څېړنه: چغې وهل د شپږ ډوله احساساتو څرګندونه کوي

انسان د ابلاغ یا د نورو د پوهولو لپاره له مختلفو لارو چارو څخه ګټه اخلي، چې په دې کې چغې هم شاملې دي او اوسمهال د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې چغې لږ تر لږه د شپږ ډوله احساساتو څرګندونه کوي.

د PLOS بیولوژي مجلې ددې اوونۍ د خپرې شوې څېړنې له پایلو معلومه شوې، چې انساني دماغ د خطر له چغو څخه په ډېر اغېزمن ډول په هغه چغو عمل کوي چې د خطر لپاره نه وي وهل شوي.

ډېری حیواناتو په ځانګړي توګه بېزوګان د چغو په وهلو سره نور حیوانات یا بېزوګان له خطر څخه خبروي، خو انسان یوازې د خبرداري لپاره بلکې د ډېرو نورو احساساتو د څرګندولو لپاره هم چغې وهي لکه د خپګان یا د خوشحالۍ د احساساتو د څرګندولو لپاره.

له وړاندې په ترسره شوو څېړنو کې انساني چغو ته یوازې د خطر یا خبرداري په توګه توجه شوې وه.

د څېړنې لیکوال ویلي چې له دې وړاندې څېړونکو انساني چغې یوازې د خطر په توګه تر څېړنې لاندې نېولې او نورو مثبتو اړخونو ته یې هیڅ پاملرنه نه کوله.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …