کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ پاتې شي، خو دغه عادت یې پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي.

یو ښه او آرامه خوب د انسان د بدن او دماغو لپاره ډېر اړین وي، ځکه چې د یو ښه او آرامه خوب له انسان سره مرسته کوي ترڅو په رواني او بدني ډول ښه فعالیتونه ترسره کړي.

د سری او د نارت ویسټرن د پوهنتونونو له څېړنو معلومه شوې، هغه کسان چې د شپې تر ناوخته پورې ویښ وي، د هغه کسانو په پرتله ډېر له ناروغیو سره مخ کېږي چې د شپې وختي وېده کېږي او سهار ژر پاڅېږي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د دا ډول کسانو په منځني عمر کې د مرګ خطر هم د نورو په پرتله لس سلنه ډېر وي او له نورو بېلابېلو رواني او بدني ناروغیو ښکار ګرځي.

څېړونکي وایي هغه کسان چې دنده یا کار لري نو پکار ده چې وختي وېده شي ترڅو په هغه اندازه خوب پوره کړي چې بدن یې ورته اړتیا لري، د خوب لپاره په اړه تېروتنه د روغتیا لپاره زیانمنه تمامېږي نو اړینه ده چې د ښه ژوند لپاره لږ تر لږه اوه ساعته خوب وکړل شي.

دا هم ولولئ

ډېر زیات خوله کیدل د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

خوله کیدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ یا سوړ ساتلو ترڅنګ …