کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سامسنګ غواړي چې ترټولو پیاوړې ګلیکسي آلې خرڅلاو ته وړاندې کړي

سامسنګ غواړي چې ترټولو پیاوړې ګلیکسي آلې خرڅلاو ته وړاندې کړي

د سامسنګ نوم د ځیرک موبایلونو کاروونکو لپاره نوی نه دی ځکه چې دغې شرکت د نړۍ په کچه ترټولو ډېر موبایلونه پلورلي دي.

خو اوسمهال دغه شرکت پرېکړه کړې چې ترټولو پیاوړي ګلیکسي آلې به خرڅلاو ته وړاندې کوي، هو، د سویلي کوریا مشهور شرکت ویلي چې د اپریل په اته ویشتمه نیټه به یو څه ځانګړې آلې وړاندې کوي.

سامسنګ د یوټیوب له چینل څخه اعلان کړی چې دغه آلې به د اپریل په اته ویشتمه ورځ به یې خرڅلاو ته وړاندې کړي چې ترټولو پیاوړي به وي.

تر اوسه پورې نه ده معلومه چې سامسنګ به څه شي وړاندې کړي او په ویډیو کې هم یوازې یو ځلیدونکی ډبی ترسترګو کېږي، دغه ډبی دومره غټ دی چې د موبایل فکر پرې نه شو کولی او تر ننه پورې دې شرکت په اپریل کې کوم ځیرک موبایل هم نه دی معرفي کړی.

ویل کېږي چې ډېر امکان لېدل کېږي چې یاد شرکت به نوی ګلیکسي بوک لیپ ټاپ وړاندې کړي، چې دغه خبره د ځینو سرچینو له لورې تایید شوې هم ده او ادعا یې کړې چې سامسنګ به د اپریل په اته ویشتمه درې نوي ګلیکسي لیپ ټاپې خرڅلاو ته وړاندې کړي.

ویل کېږي چې په دې لیپ ټاپو کې به ۱۱ جنریشن ټایګر لیک پروسیس کوونکی موجود وي، چې د شرکت ترټولو پیاوړی آله ګڼل کېږي او له ۱۳.۳ څخه تر ۱۵.۶ اینچو پورې سکرین به ولري او ۳۶۰ درجې به تاوېږي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …