کورپاڼه / خبرونه / پاکستاني لوبغاړو کې يوازې محمد رضوان روژه نيولې وه؟
محمد رضوان

پاکستاني لوبغاړو کې يوازې محمد رضوان روژه نيولې وه؟

تېره ورځ پاکستان د سويلي افريقا پر وړاندې دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه، چې پيليزو توپوهونکو بابر اعظم او محمد رضوان ډېره زبردسته توپوهنه ترسره کړه او بريا يې خپله کړه.

بابر اعظم په دغه لوبه کې سليزه ووهله، خو محمد رضوان هم بيا په ٤٧ توپونو ٧٣ منډې وکړې او د هغه سره يې ډېره ښه ملګرتيا ترسره کړه، چې د پاکستان په بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته.

د لوبې نه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه ډېر ټويټونه وشول، چې محمد رضوان په دغه ورځ روژه و او بيا يې هم دومره ښه توپوهنه ترسره کړه.

دا خبره لومړى يو بل پاکستاني لوبغاړي په ټويټر کې کړې وه، چې وروسته په ټولنيزو رسنيو او همدا راز په رسنيو کې هم پرې ليکنې وشوې.

د معلوماتو له مخې، پرون چې د پاکستان لومړۍ روژه وه، په پاکستانۍ لوبډله کې يوازې محمد رضوان هغه لوبغاړى و، چې روژه يې نيولې وه، خو پاتې لوبغاړي يې روژه نه و.

د پاکستان ډېرى لوبغاړي چې کله د کرکټ لوبې کوي، نو بيا روژې نه نيسي، يو نيم پکې داسې راپېدا شي، چې کله نا کله د لوبې پر مهال روژه ونيسي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم …