کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سنرايزرز حېدراباد ماتې يې CEO وژړوله
کاويا

د سنرايزرز حېدراباد ماتې يې CEO وژړوله

تېره ورځ د رايل چېلنجرز بېنګلور پر وړاندې سنرايزرز حېدراباد ته د ښې لوبې چانس په لاس ورغلى و، خو په دې ونه توانېدله چې په ياده لوبه کې بريا خپله کړي.

دا په روان ليګ کې د حېدراباد دويمه لوبه وه، چې پرلپسې دويمه ماتې يې هم وخوړه او د ماتې خوړلو سره د حېدراباد لوبډلې مينه والو زړونه يې هم مات کړل.

خو بلخوا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې اجراييه رييسه يا CEO کاويا مران هم د لوبې د ماتې له امله وژړل، نوموړې چې ياده لوبه يې په مېدان کې په ژوندۍ بڼه ليدله، عکسونه يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي.

کاويا د لوبې په وروستيو کې څو ځلې په ټلويزيون هم وښودل شوه، چې ډېره جذباتي ليدل کېده او د لوبې د ماتې پر مهال خو هغې وژړل هم.

د نوموړې دا عکسونه چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شوي دي، د حېدراباد مينه والو په لوبډله کې د بدلون راوستو غوښتنه هم کړې ده او ځينو يې ليکلي دي، چې دوى کاويا بيا داسې په ژړا نه شي ليدلى، نو حېدراباد بايد چې په لوبو کې بريا خپله کړي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …