د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو کريس موريس په وروستيو کې خپل کمال ښکاره کړ او په وروستي اور کې د ٢ شپږيزو په وهلو سره يې راجستان رايلز ته بريا ورپه برخه کړه.
د اى پي ايل ٧مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې راجستان رايلز د لوبې پچه وګټله او ډيلي کاپيټلز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ريشب پانټ ٥١، ټام کران ٢١ او لاليت يادو ٢٠ منډې وکړې.
د راجستان رايلز له خوا جېديو اونداکت ٣، مستفيظ الرحمان ٢ او کريس موريس ١ ويکټ ترلاسه کړې.
د ١٤٨ منډو هدف د راجستان رايلز لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٣ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له خوا ډيويډ ميلر ٦٢ او کريس موريس ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، د پيل څلور لوبغاړي يې په ٢، ٩، ٤ او ٢ منډو سوځېدلي و.
د ډيلي کاپيټلز له لوري اويش خان ٣، کريس ووکس او کاګيسو رباډا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
دا د راجستان رايلز دويمه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، خو ډيلي کاپيټلز بيا په دويمه لوبه کې لومړۍ ماتې سره مخ شوه.
سبا به د اپريل په ١٦مه نېټه به د اى پي ايل ٨مه لوبه د پنجاب کنګز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.