کورپاڼه / خبرونه / هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره کړی دی او همدا راز کومو لوبغاړو ته د کال څومره پېسې ورکوي، دا يې هم خپاره کړي دي.

د هند کرکټ بورډ له لوبغاړو سره په څلورو کټګوریو کې قرارداد کړی، چې له ۷ کروړه څخه نیولې بیا تر ۱ کروړ هندي روپیو پورې ورکوي.

دا قرارداد د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر څخه بیا د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې پورې دی، چې منیش پانډی او کیدار جادو سره سږکال قرارداد نه دی شوی او د شوبمن ګیل، اکشر پټیل او محمد سراج سره بیا تازه د دې کال لپاره قراردادونه شوي دي.

په اې پلس کټګورۍ کې ویراټ کوهلي، روهیت شرما او جسپریت بومرا دي چې ۷ کروړه یا ۷۰ میلیونه هندي روپۍ د کال ورکول کېږي.

په اې کټګورۍ کې ار اشوین، رویندرا جډیجا، چیتیشور پجارا، اجینکی ریهانی، شیکر دهون، لوکیش راهول، محمد شامي، ایشانت شرما، ریشب پانټ او هاردیک پانډیا دي چې ۵ کروړه یا ۵۰ میلیونه هندي روپۍ ورکول کېږي.

په بي کټګورۍ کې وریدیمان ساها، امیش یادو، بوینشور کمار، شردل ټاکر او ماینک اګروال دي، چې ۳ کروړه یا ۳۰ میلیونه هندي روپۍ ورکول کېږي.

په سي کټګورۍ کې کلدیپ یادو، نودیپ سېني، ديپک چاهار، شوبمن ګیل، هنوما ویهاري، اکشر پټيل، شریاس ایر، واشینګټن سندر، یوژیندرا چاهل او محمد سراج دي چې ۱ کروړ یا ۱۰ میلیونه هندي روپۍ د کال ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

په مسجد الحرام کې به د اختر لمونځ لپاره ځانګړې اجازت نامې صادرې شي

لکه څنګه چې نن د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده او سبا ورځ …