په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې ځايي خلک يې د رنګ بدلېدو له امله ډېر حېران او دريان پاتې شو.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د برېتانيې په ويلز ښار کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې خلک يې حېرانه کړل او ويډيوګانې يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې.
په ټويټر کې خپاره شويو عکسونو او ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې د اوبو رنګ بېخي د شيدو په څېر سپين دى. د سيمې يو عکس ويلي دي، چې د دې سيند اوبه سپينېدل زموږ لپاره ډېره د حېرانتيا خبره ده، ځکه چې دا ما په ژوند کې په لومړي ځل داسې سپينې وليدلې.
When a milk tanker overturns in the river #llanwrda #wales #milk pic.twitter.com/vnyhr5FXBi
— May 🏴 (@MayLewis19) April 14, 2021
په راپور کې ويل شوي دي، چې د سيند اوبه د يوې پېښې له امله داسې سپينې شوې دي، د دې اوبو په غاړه د شيدو يو ټرک چپه شوى و، چې له امله يې ټول شيده سيند ته بهېدلي و.
په راپور کې زياته شوې ده، چې د دې پېښې وروسته هغه سرک چې ټکر پرې شوى و، د ټرافيک لپاره بند شوى، پوليس ياد ځاى ته رسېدلي دي او بېړنۍ مرستې يې پيل کړي دي.