کورپاڼه / اسلام / د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې ترسره کوي، د مثال په توګه د روژه پرمهال له دې وېرې غړغړه یا پوزې اوبه نه اچول چې ګوندې حلق ته به ورسېږي.

باید ووایم چې له غړغړه کولو او پوزې ته د اوبو له اچولو منع نه ده راغلې بلکې ویل شوي چې مبالعه دې پکې نه کوو، یعنې تر دې باید اوبه دننه نه کړو یا غړغړه نه کړو چې اوبه مو تر خېټې ورسېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((أسبغ الوضوء وخلل بين الأصابع وبالغ في الإستنشاق إلا أن تكون صائما)) په ښه ډول اودس وکړئ، خپلې ګوتې خلال کړئ، په پوزه کې د اوبو اچولو کې هغه وخت مبالغه مه کوئ چې روژه مو وي.

په دې دوران د مسواک نه وهل او د لیاړو نه تېرول هم شامل دي، یعنې ډېر خلک فکر کوي چې په دې سره به یې روژه ماته شي خو روژه نېوونکې ته مسواک وهل روا دي او کولی شي چې د روژې پرمهال مسواک ووهي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که چېرته ماسره د خپل د تکلیف فکر نه و، نو مابه له هر لمونځ پر وخت د مسواک وهلو آمر کړی و.

دا هم ولولئ

کعبه

د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو اداره وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو …