کورپاڼه / روغتيا / د روژې نېولو حیرانووکې ساینسي یا روغتیایي ګټې

د روژې نېولو حیرانووکې ساینسي یا روغتیایي ګټې

د اسلام په مبارک دین یوه میاشت په بشپړ ډول د روژو لپاره ټاکل چې مسلمانان یې د روژې یا رمضان میاشت بولي. په دې مبارک میاشت کې د الله تعالی د احکامو مطابق دیرش/نهه ویشت روژې پر هر مسلمان فرض دي، یعنې میاشت کله دیرش ورځې او کله نهه ویشت.

له سابنسي څېړنو معلومه شوې چې روژه نېول، یعنې ټول نه خوراک کول او نه څه شي څښل د انسان د روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

د ساینس له مخې د روژې په حالت کې انسان تقریباً شل ساعته له هر ډول خوراک او څښاک لېرې وي، چې همدغه لېرې یې په بدن کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي.

وزن کموي:

په ساینسي اعتبار په ورځ کې تقریباً شپاړس ساعته وږی او تږی پاتې کېدو (انټرمیټنټ فاسټنګ) ویل کېږي، چې د وزن کمولو لپاره ګټور وي او په همدې ډول د روژې میاشت د وزن کمولو یوه آسانه لار هم ده او ډېر خلک په دې میاشت کې د وزن په کمولو بریالي شوي هم دي.

د شکر کچه برابره ساتي:

د روژه پرمهال د انسان بدن په لږه اندازه ګلوکوز جوړوي، نو ځکه خو ډاکتران د شکر ناروغانو ته د روژې نېولو ټینګار کوي.

د سرطاني ناروغیو خطر کموي:

له یوې څېړنې ثابته شوې چې کله په یو ټاکلي وخت روژه ماتي وشي نو په بدن کې سره کرویات پیدا کېږي، چې بیا د اینیمیا د ناروغۍ ترڅنګ له سرطان سره هم مقابله کوي، ځکه چې د پخوانیو حجرو پرځای نوي حجرې رامنځته کېږي.

د زړښت اغېزې کموي:

د روژې په حالت کې د انسان په بدن کې داسې هورمونونه په حرکت راځي چې د زړښت پر وړاندې مزاحمت کوي، چې پوستکی پیاوړی کوي او ګونځي یې کموي.

دا هم ولولئ

ډېر زیات خوله کیدل د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

خوله کیدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ یا سوړ ساتلو ترڅنګ …