کورپاڼه / ليکنې / که چېرته مو پر لار د تګ پرمهال په ناڅاپي ډول کوم غږ واورید؛ څه به کوئ؟

که چېرته مو پر لار د تګ پرمهال په ناڅاپي ډول کوم غږ واورید؛ څه به کوئ؟

ډېر وخت به له داسې حالاتو سره ضرور مخ شوي وئ، چې په لار روان یې او له شا درپسې په ناڅاپي ډول غږ وشي او کله چې شاته وګورئ نو هیڅ هم نه وي، دا چې ولې داسې کېږي راځئ په دې اړه یوه لنډه غوندې واقعه ولولو.

سهیل بن ابي صالح رحمه الله وایي چې زه مې پلار د بنو حارثه پر لور د یو کار لپاره ولېږلم او زما سره مې خادم یا خدمتګار هم و، په لار کې یو چا له دېوال څخه زما په نوم غږ راوکړ.

خدمتګار مې پر دېوال ور واوښت چې و یې نو هیڅوک هم نه ترسترګو کېده، موږ بېرته راستانه شوه او پلار ته مې د پېښې په اړه کېسه وکړه.

سهیل بن ابي صالح رحمه الله مخکې وایي چې پلار مې راته وویل که چېرته زه خبر وای چې تاسې به له هغه سره مخ کېږئ نو ما تاسې نه لېږلئ او په راتلوونکي وخت کې مو که داسې آواز واورید نو د آذان کلمې له ځان سره تکرار کړئ.

دی وایي چې پلار مې له ابوهریره رضي الله عنه څخه اورېدلي ول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله چې د لمانځه لپاره آذان کېږي نو د شیطان ساه بندېږي او تښتي او تیزونه یې وځي.

په یو بل روایت کې بیا راځي چې کله شیطان د آذان غږ اوري نو تیزونه یې وځي او دومره لېرې تښتي چې د آذان غږ وا نه وري.

دا هم ولولئ

کله چې له علي رضي الله عنه څخه د یوې پوښتنې لس بېلابېل ځوابونه وغوښتل شول

لس نفره یوځای حضرت علي رضي الله عنه ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه …