کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د ماشومان وهل د هغوی دماغ اغېزمن کوي

څېړنه: د ماشومان وهل د هغوی دماغ اغېزمن کوي

له ډېرو څېړنو وروسته د هارورډ پوهنتون ساینسپوهانو ویلي، چې په نه خبره یا په هره خبره د ماشومانو له وهلو ډډه وکړئ، ځکه چې دغه ډول چلند په ماشومانو کې ژور خپګان، نا آرامي، په چلند کې بدلون او تر دې پورې د نورو د ځور سبب هم کېږي.

یعنې ویلی شو چې د ماشومانو وهل د هغوی پر دماغو هغه ډول اغېزې غورځوي لکه څنګه چې د سختو وهلو یا زور، زیاتي پرمهال د انسان پر دماغو پرېوځي.

د هارورډ پوهنتون د ټولنیزو علوم استاد ډاکتر کیټي میک لافلن او جان لویب پخپل راپور کې ویلي چې په څپړ وهل او بدنی زور زیاتی د ماشوم پر دماغي ودې په هماغه ډول اغېزې پرېباسي لکه څنګه یې چې سخت زور زیاتی یا وهل غورځوي او په دې ډول د ماشوم دماغي روغتیا اغېزمنه کېږي او د دماغو هغه برخه هم تر اغېز لاندې راځي په پرېکړو کولو کې مهم رول لوبوي.

که څه هم دغه څېړنه لنډه او وړه ده خو ددې لپاره یې ۱۴۷ داسې ماشومان انتخاب کړي ول چې په ښوونځي یا کور کې وهل کېدل او معلومه شوه چې د دوی د دماغو د یوې برخې (پري فرنټل کارټیکس) فعالیتونه اغېزمن ول، نو ځکه خو څېړونکو له والدینو او ښوونکو څخه وغوښتل چې په ځانګړي توګه دې د ماشومانو له وهلو ډډه وکړي.

پر ماشومانو زور، زیاتی کول د هغوی پر وده اغېزې پرېباسي او تر ځوانۍ پورې تاثیر هماغسې پاتې وي، څېړونکي وایي چې د ماشومانو وهل په هغوی کې د ژور خپګان او نا آرامۍ سبب کېږي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …