کورپاڼه / ليکنې / د لمر له راختلو وروسته تر څه وخته پورې د روژې نیت کېږي؟

د لمر له راختلو وروسته تر څه وخته پورې د روژې نیت کېږي؟

د روژې په مبارکه میاشت کې د هرې روژې لپاره بېل، بېل نیت کول اړین وي، یعنې د روژې له اوله د ټولو روژو لپاره نیت نه کېږي، بلکې د لومړۍ، دویمې، دریمې یعنې د هرې روژې لپاره به بېل نیت کېږي.

که چېرته د روژې نیت د شپې له لوري وشي بیاهم فرض یې ادا کېږي او که چېرته د شپې لخوا د روژې نېولو اراده نه لرئ او سهار شي درباندې او بیاهم په دې فکر وئ چې نن روژه نه نیسئ، بیا فکر وکړئ چې فرض پرېښودل خو ښه خبره نه ده او د روژې نیت کوئ بالکل روژه مو صحت لري خو په دې شرط چې څه شی مو خوړلي، څښلي نه وي.

که چېرته مو څه شی خوړلی یا څښلی نه وي نو د ورځې پرمهال له غرمې یو ساعت دمخه هم د روژې نیت کول صحت لري، یعنې نصف النهار تر وخته پورې باید نیت وشي.

د نصف النهار د معلومولو طریقه داده چې لومړی باید ولېدل شي چې صبح صادق یا رښتینی سهار په څو بجو وي او لمر څو بجې لوېږي، بیابه یې ترمنځ ساعتونه وشمېرئ او په منځ به یې نیم کړئ یعنې په دوو برخو به یې وویشئ.

که چېرته مو په دې یوه برخه یا نیمایي برخې کې دننه نیت وکړ، نو روژه مو صحت لري او که چېرته یوه برخه وخت پوره شي یاهم لږ ډېر تېر شي نو روژه مو صحت نه لري او د علماء له لورې له غرمې څخه یو ساعت دمخه وخت د احتیاط لپاره ورکړل شوی.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …