کورپاڼه / جالب / د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، چې د الوتکې په څېر ښکاري، خو قیمت یې له الوتکې ډېر دی.

ویل کېږي چې دغه لاسي بکس د (لویي ویټن) شرکت کې د مشهور امریکایي ډیزاین کوونکي ورجل ایبلوا له لورې ډیزاین شوي او له تېرو څو میاشتو څخه د شرکت پر وېبپاڼه د خرڅون لپاره ایښودل شوی.

خو تېره اوونۍ د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي پخپل پوسټ کې ددې لاسي بکس او د دویم لاس سیسنا الوتکې قیمتونه یې سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې د سیسنا الوتکه دوه دیرش زره ډالر قیمت لري او دغه لاسي بکس نهه دیرش زره ډالر، یعنې له استعمال شوې سیسنا الوتکې څخه اوه زره ډالر لوړ قیمت لري.

بل لوري ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو نه یوازې دغه پوسټ له ملګرو سره شریک کړی، بلکې ځینې ځایونو کې یې له کاپي پیسټ څخه هم کار اخیستی او خپور کړی یې دی.

ډېرو کسانو کسانو نېوکې کړي او ویلي یې چې یو لوري ته د نړۍ میلیاردونه خلک له لوږې سره مخ دي او بل لوري ته له الوتکې هم په لوړ قیمت سره لاسي بکس پلورل کېږي، چې خلک یې په پټو سترګو اخلي هم.

خو ځینې بیا په دې نظر دي چې لاسي بکس که قیمته وي یا ارزانه، خوښه د اخیستونکې ده چې یې اخلي او که یې نه اخلي.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …