کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان د شاهرو خان (پټان) فلم کې د رول لوبولو له پیسو اخیستلو ډډه وکړه

سلمان خان د شاهرو خان (پټان) فلم کې د رول لوبولو له پیسو اخیستلو ډډه وکړه

د بالیووډ سلطان سلمان خان چې د شاهرو خان (پټان) فلم کې لنډ رول لوبوي، په بدل کې یې د پیسو له اخیستلو انکار وکړ.

سلمان خان چې د بالیووډ په فلمي صنعت کې د ورور (بایي) په نوم سره مشهور دی، یوازې د سینما په پرده نه بلکې په حقیقي ژوند کې یې هم د ورورۍ ثبوت ورکړی دی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې سلمان خان د یش راج د بینرونو لاندې د شاهرو خان (پټان) فلم کې لنډ رول ولوباوه او په فلم کې یې د ټایګر په توګه رول ورکړی و، چې فلم جوړونکي ادتیا چوپړا ورته په بدل د ډېرو روپیو ورکولو پرېکړه کړې وه.

راپور زیاتوي کله چې سلمان خان په (پټان) فلم کې د خپل برخې ثبت بشپړ کړ، نو فلم جوړونکی ادتیا چوپړا سلمان ته ورغی ترڅو روپۍ ورکړي، خو سلمان خان له پیسو اخیستلو څخه انکار وکړ.

که څه هم ادتیا چوپړا ډېره هڅه وکړه خو سلمان خان ورته په ځواب کې وویل چې شاهرو خان زما ورور دی او زه د هغه لپاره هرڅه کولی شم. بل لوري ته ادتیا چوپړا اوس په دې اړه فکر کوي چې سلمان ته یوه قیمتي ډالۍ ورکړي.

راپورونه وایي کله چې شاهرو خان له یادې پېښې خبر شو، نو د سلمان خان په اړه یې وویل چې ورور خو ورور دی کنه.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …