د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې په دغه هېواد کې به ټولنيزې رسنۍ د ورځې له ١١ بجو څخه بيا تر ٣ بجو پورې بندې وي، چې له پرېکړه سره سم پرې عمل هم پيل شوى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د رسنيو د څار ادارې (پي ټي اې) پرېکړه کړې ده چې په پاکستان کې به ټولې ټولنيزې رسنۍ د ورځې د څو ساعتونو لپاره بندې وي.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې هغه ټولنيزې رسنۍ يا اپليکېشنونه چې بندول کېږي، په هغې کې ټويټر، فېسبوک، انسټاګرام او وټساپ شامل دي.
په راپور کې زياته شوې ده، چې د دې اعلان سره سم فېسبوک، وټساپ، انسټاګرام او ټويټر په پاکستان کې بند شوي دي او هېڅوک ورته لاسرسى نه شي لرلى.
خو په رسنيو کې دا نه دي ويل شوي، چې د پاکستان حکومت ولې دا پرېکړه کړې ده او د څه لپاره يوازې د ١١ بجو څخه تر ٣ بجو پورې ټولنيزې رسنۍ بندوي.