کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د (کال اف ډیوټي) ګیم د دوو میلونو ډالرو نړیوالې اتلولۍ اعلان وکړ

د (کال اف ډیوټي) ګیم د دوو میلونو ډالرو نړیوالې اتلولۍ اعلان وکړ

د کمپیوټر او موبایل د نړۍ ترټولو مشهور جنګي ګیم (کال اف ډیوټي) د دوو میلونو ډالرو د نړیوالې اتلولۍ د دویم فصل اعلان وکړ.

ویل کېږي چې دغه ګیم به د روان کال په جون میاشت کې پیل شي، چې رسمي سپانسر به سوني وي او په دې سیالیو کې د ګټونکو لوبډلو لپاره یې د دوه میلونو ډالرو انعام ټاکلی دی، چې په سیمه ییزو نوماندانو او د اتلولۍ ګټونکو باندې به وویشل شي.

د (کال اف ډیوټي) ادارې له لورې پر ټویټر هغه شرایط هم اعلان شوي، چې له مخې یې لوبه کوونکی باید لږ تر لږه اتلس کاله عمر ولري او لوبه کوونکی به پر موبایل په سیالیو کې برخه اخلي.

ددې سیالیو په لومړۍ پړاوونو کې به په شرایطو برابر لوبغاړی یوازې یا د کومې لوبډلې سره تر څلور اوونیو برخه اخیستلی شې.

د سیالیو په دویمه پړاو کې د داخلېدو لپاره به یو لوبغاړی په لسو لوبو کې شپېته نمرې اخلي او په دویمه پړاو کې به دوه سوه پنځوس لوبډلې دریم پړاو ته داخلېږي، چې پړاو ته ریجنل کوالیفایر ویل کېږی او د مخکې تګ لپاره لوبغاړي دیرش لوبې ګټي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …