کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د پنجاب او چيناى زمريان نن مخامخ کېږي
مهيندر سينګ دهوني او لوکيش راهول

د پنجاب او چيناى زمريان نن مخامخ کېږي

په اى پي ايل کې نن اتمه لوبه د پنجاب کنګز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت به ٦:٣٠ بجې پيل شي، دا د دواړو لوبډلو دويمه لوبه ده.

چيناى سوپر کنګز لومړۍ لوبه د ډيلي کاپيټلز لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې له ډيلي کاپيټلز څخه يې د ٧ ويکټو په توپير ماتې خوړلې وه.

خو پنجاب کنګز بيا خپله لومړۍ لوبه د راجستان رايلز لوبډلې سره ترسره کړه او د ٤ منډو په توپير يې په دغه لوبه کې بريا خپله کړه.

د يادولو وړ ده چې تېر ٢٠٢٠ کال کې دواړه لوبډلې په ٢ لوبو کې سره مخ شوې وې، چې په دواړو لوبو کې چيناى سوپر کنګز بريا خپله کړې وه، په لومړۍ لوبه کې يې د ١٠ او په دويمه لوبه کې يې د ٩ ويکټو په توپير د پنجاب کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

احتمالي نوملړونه:

پنجاب کنګز: ماينک اګروال، لوکيش راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، کريس ګيل، نيکولاس پوران، ديپک هوډا، شاه رخ خان، جهي ريچارډسن، ريلي ميريډټ\کريس جورډنس، موروګن اشوين، ارشديپ سينګ او محمد شامي.

چيناى سوپر کنګز: روتوراج ګايکواړ، فاف ډوپليسي، معين علي، سريش راينا، امباتي رايډو، مهيندر سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ډواين براوو، رويندرا جډيجا، سام کران، شردل ټاکر او ديپک چاهار.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …